IQNA

  په قرآن کریم کې مرسته/۱

په قرآن کریم کې  ملګرتیا او لاس نیوی

10:51 - October 14, 2025
د خبر لمبر: 3491857
ایکنا - اسلام خپلو پيروانو ته سپارښتنه کړی چې په نيکو کارونو کې  له يو بله ملاتړ ورکړي، او کله چې خلک يو بل سره غونډږي او ټولنيزې اړيکې ولري، نو په دوي کې به د  يووالي روح  پوو شي  او له تفرقې اوتیت پرکوالی به  خوندي پاتې شي.

که د  يوې ټولنې په وګړو کې د ملګرتیا  روح یه واکمه شي، نو د مادي او معنوي پرمختګ زمينه به پکې برابره شي او  ملاتړ او ملګرتیا د هغې  ټولنې د  هراړخیزې ترقۍ، لوړیتا او  غوړیدا لپاره مناسبه  زمينه شي. په دې ډول اسلام ډله ييز کارونو ته په وګړنیزو کارونو  ترجيح ورکوي؛ ځکه چې ډله ييزې کارونه ډېر پیاوړي وي او له خلکو د قوتونو له ټولیدا څخه يو لوی ځواک جوړيږي چې هر ستونزمن  کار اسانه کوي.

رسول الله (ص) فرمایلي دي: (مَنْ أَصْبَحَ لاَ يَهْتَمُّ بِأُمُورِ اَلْمُسْلِمِينَ فَلَيْسَ مِنْهُمْ وَ مَنْ سَمِعَ رَجُلاً يُنَادِي يَا لَلْمُسْلِمِينَ فَلَمْ يُجِبْهُ فَلَيْسَ بِمُسْلِمٍ) «هر څوک چې د مسلمانانو د کارونو په  پرمخ بیولو کې اهتمام ونه کړي، هغه  به له مسلمانانو نه وي، او هر څوک چې د يو مسلمان د مرستې غږ  واوري چې يا للمسلمين! ووايي او ورته ځواب ورنه کړي،  او  ورسره مرسته ونه کړي ،نو هغه مسلمان نه دی».  په نیکو او ښو ټولنیزو  کارونو کې فعال او خلوص سره ګډون  ، د هر مؤمن  کس لپاره لازم او واجب دی، او څوک چې د مسلمانانو ټولنيزو چارو د پرمختګ په اړه حساس نه وي او يا حتی د يو مسلمان د کار د پرمختګ په اړه، او يوازې د خپل ځان په فکر کې وي؛ نو هغه مسلمان نه دی.

د مثال په توګه، يوه هغه  ستونزه چې بشري ټولنې تل ورسره مخ وي او  ورڅخه کړیږي،نو  د ټولنې د غړو ترمینځ واکمنه پرګنیز واټ دی، داسې چې د ټولنې غړي ئې په دوو ډلو ويشلي دي؛ ځينې محروم او غريب چې د ژوند ضروري توکي لکه خواړه، کور او لباس نشي ترلاسه کولی،او ځينې دومره مال او شتمنئ لري او په ناز او نعمتونو کې ډوب دي چې د خپل مال او شتمنۍ حساب نه لري.

پر انسانی  او  الهي  ارزښتونو ولاړه ټولنه،  داسې ټولنه ده چې د ټولنې ټول غړي د توپيرونو او بېلګې له استعدادونو سره سره ، ټول د خدای  تعالى  له  نعمتونو  برخمن دي  او په هغوي کې  ترحم اوتعاون  و  اکمن وي؛ ځکه چې د ټولنيز ژوند موخه، کمال ته درسیدو  دآسانتیاؤ لپاره  له بل سره د  خلکو  مرسته ده . البته  اسلام د د دغه پرګنیز واټن  د له  مینځه وړلو لپاره یو لړ پروګرامونه  لکه د سودخوارۍ منع کول، د اسلامي مالياتو ورکول، او انفاق، وقف، قرض الحسنه او بېلابېلومالي مرستو  ته هڅول ، په نظر کې نيولې دي؛ خو يو له تر ټولو اغېزمنو لارو څخه  مرسته او ملګرتیا ده  د غريبانو  او اړمندو   اړتياوو  د تامینولو لپاره .

په راتلونکيو يادښتونو کې به د «تعاون» مفهوم او د هغې اړتيا، په قرآن او احاديثو کې د  تعاون او ملګرتیا  د نظري بنسټونو په تفصيل کې بحث وشي.

https://iqna.ir/en/news/3494983

captcha